د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان پر ايران د صهيونيستي اسرائيلو د پرون ورځې بريد په غبرګون کې د وژل شويو ايرانيانو کورنيو ته تسليت وېلی، او ټينګار یې کړی چې په هر ډول شرايطو کې د ايران دفاع کوي او هر ډول حماقت ته په هوښيارۍ ځواب ورکوي.

پزشکيان پر خپله ايکس پاڼه ليکلي: د ایران دښمنان باید پوه شي چې دا زړور خلک د خپلې خاورې په دفاع کې پرته له هېڅ وېر او ډار ولاړ دي، او هر ډول حماقت ته به په هوښیارۍ او تدبير ځواب ورکوي.

د يادونې وړ ده چې پرون شپه صهيونيستي اسرائيلو د ايران دننه په ځينو نظامي اهدافو بريدونه وکړل چې په پايله کې یې څوارلس تنه ايراني عسکر او پوليس وژل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version