د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ملگرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې(اوچا) عملیاتي رئیسې ادیم وسورنو سره لیدلي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د ملگرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې(اوچا) عملیاتي رئیسې ویلي، چې وروستیو سېلاب‌ځپلو سره به مرستې کوي او خپل ټیمونه به یادو سیمو ته لېږي.

په خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو وزیر له قوله ویل شوي، چې افغانستان د اقلیم په خرابۍ کې هېڅ ونډه نه لري، خو له دغې پديدې څخه تر ټولو زیات متضرر شوی‌.

نوموړي هغه هېوادونه چې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو مسوولیت اخیستو ته رابللي، چې د اقلیمي بدلون په خرابۍ کې لویه ونډه لري؛ خو د زیان د جبیرې په توگه هېڅ نه کوي.: «غواړم ستاسې له لارې دا پیغام ورسوم چې افغانستان چې څومره متضرر شوی هغومره مرستې ته اړتیا لري او باید په نړیوالو اقلیمي غونډو کې یې موقف واورېدل شي او د اقليمي بدلون اړوندو مالي صندوقونو ته لاسرسی ولري. وروستیو سېلابونو څپه ډېره زیاته ویجاړوونکې ده او پراخې مرستې ته اړتیا لري.»

ښاغلي متقي زیاته کړې، سره له دې چې اسلامي امارت د خپلو خلکو د لاسنیوي له پاره خپل ټول امکانات په کار اچولي، خو د پېښې وسعت ته په کتلو په کار ده چې په دې اړه نړیوال او مرستندویه سازمانونه هم خپل مسوولیت سر ته ورسوي او هر څه په بېړه وکړي.

په دې لیدنه کې د ملگرو ملتونو مقیم استازي انډریکا رتواتي ویلي، موږ تل ستاسې غږ تر نړیوالو رسولی چې افغانستان تر ټولو زیات متضرر شوی او تر ټولو زیات اړتیا لري او هڅه مو کړې او کوو یې چې هېڅ وخت بشري مرستې او سیاسي موخې سره ونه تړل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version