Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»محمد قاسم حلیمي؛ د دروغو په ویلو کې کومې ګټې لټوي!؟
    تورې څېرې

    محمد قاسم حلیمي؛ د دروغو په ویلو کې کومې ګټې لټوي!؟

    صابر افغانصابر افغان9 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    دوه ورځې وړاندې په امریکا کې د پرځېدلي جمهوریت یو ډیپلوماټ “د طالبانو ظهور، جګړې او روایت” په اړه سپېس جوړ کړی و، په یاد سپېس کې د پرځېدلي جمهوریت د ارشاد، حج او اوقافو وروستی وزیر محمد قاسم حلیمي چې له خپل نوم سره ډېری وخت مولانا(!) هم اضافه کوي؛ خاص مېلمه و.

    حلیمي چې تېر شل کاله د طالبانو مخالف پاتې شوی دی، د خپل وروستي مسؤلیت پر مهال یې له ټولو اخلاقي پولو پښه اړوله او په خورا پوچو الفاظو به یې عموماً علماء، طالبان او مخور ښکنځل؛ د ښکنځلو، دروغو، چل او فرېب دغه مخکښې څهرې تازه پر طالبانو هم بې بنسټه تورونه پورې کړي دي.

    حلیمي په سپېس کې لومړی په خورا سپین سترګۍ ځان د طالبانو ویاند ونوماوه او د خپل ژوند د دروغو نیمګړی داستان یې وړاندې کړ؛ د دې لپاره چې ځان له طالبانو سره اشنا او نږدې څهره وښیي، ادعا یې وکړه چې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ له سقوط وروسته، نوموړی تر عبدالحي مطمئن مخکې د حامد آغا په نوم د طالبانو ویاند و. په داسې حال کې چې د طالبانو د لومړني سقوط وروسته د طالبانو ویاند د اطلاعات او کلتور وزارت اوسنی معین قدرت الله جمال و.

    حلیمي تر سقوط وروسته ډېر لږ وخت له طالبانو سره یو ځای شو، خو هماغه مهال هم یو مشکوک کس و او باور نه پرې کېده، له همدې امله یې لږ وخت فرهنګي فعالیتونه وکړل، خو بیرته تسلیم شو.

    حلیمي د پرځېدلي جمهوریت پر مهال په بېلابېلو موقفونو کار وکړ، خو په خپل وروستي موقف کې، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر و، په خورا پوچو الفاظو یې د علماوو علمیت او د طالبانو جګړه ننګوله؛ نوموړي ته دنده ورکړل شوې وه، چې عام وګړي پر علماوو بې باوره کړي او مذهبي کړکېچ رامنځ ته کړي. نوموړي د پرځېدلي جمهوریت د مشروع ثابتولو په نوم علماء په جاهلینو مخاطب کول او له هغوی سره په معقولو دلایلو د مباحثې پر ځای یې ښکنځل ورته کول.
    قاسم حلیمي چې پر یو بل اکاونټ په ټویټر کې بیا ځل را څرګند شوی دی، د دروغو په ویلو او بې بنسټه تورونو لګولو سره غواړي د پلورل شویو سیاسیونو په قطار کې ځان مطرح کړي، د شر او فساد صف تقویه کړي، د دیني نصوصو او روایاتو په ناسم تعبیر د طالبانو په وړاندې مبارزه وکړي او د یوې جاسوسي څهرې په توګه وپېرل شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقاله‏د کډوالۍ نړیوال سازمان مرستیال کډوالو چارو وزارت ته د شهيد خليل الرحمن حقاني د شهادت تسليت وړاندې کړی
    راتلونکي مقاله مصر کې لرغونپوهانو ۴۰۰۰ کلن پخواني قبرونه کشف کړي

    مربوطه لیکنې

    د مسعود د کورنۍ پروژه یي سیاستونه او محروم پنجشیري وګړي

    11 جولای 2026

    د سوداګريزو تعرفو پر مټ د چين تسليمول؛ د ټرمپ هغه خوب او خيال چې رښتيا نه شو

    12 مې 2026

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    9 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 18 جولای 2026

    خوست کې د حرفوي غلو یو مشر له وسلو، مهماتو او نشه‌يي توکو سره نیول شوی

    د کورنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د خوست ولایت د…

    دفاع وزارت وايي، تېره یوه میاشت کې یې لسګونه قاچاقي توکي او ۱۶ قاچاقبران نیولي

    18 جولای 2026

    نږدې یو میلیون افغانان د غالیو په صنعت بوخت دي

    18 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خوست کې د حرفوي غلو یو مشر له وسلو، مهماتو او نشه‌يي توکو سره نیول شوی

    18 جولای 2026

    دفاع وزارت وايي، تېره یوه میاشت کې یې لسګونه قاچاقي توکي او ۱۶ قاچاقبران نیولي

    18 جولای 2026

    نږدې یو میلیون افغانان د غالیو په صنعت بوخت دي

    18 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.