افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې مسکو د افغان حکومت چارواکو ته د “سنټ پیټرزبورګ” په نړۍوال اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
ضمیر کابلوف زیاته کړې، افغان حکومت لېواله دی چې له روسيې څخه تېل او نور توکي واخلي.تاس خبري آژانس د ضمير کابلوف له قوله په يو بل خبر کې لیکلي، چې د روسيې د عدليې او بهرنيو چارو وزارتونو ولسمشر پوتين ته وړانديز کړی، چې سرپرست افغان حکومت دې د ممنوع الخروج سازمانونو له لېست څخه وباسي.
کابلوف په تېرو درېیو کلونو کې له سرپرست حکومت سره د روسیې د اړیکو په ښه کولو کې د پام وړ مهم رول لوبولی دی.