د نبوي احادیثو او سنتو له پامه غورځول:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت او احادیث د دین د احکامو د استنباط دوهمه سرچینه ده؛ هر هغه مسئله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له حدیث څخه ثابته وي باید عمل پرې وشي.
د قرآن کریم د سورت الحشر په اووم آیت کې الله تعالی ټولو مسلمانانو ته فرمایي:«وَمَآءَاتَاكُمُ ٱلرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمۡ عَنۡهُ فَٱنتَهُواْوَٱتَّقُواْ ٱللَّهَۖ إِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلۡعِقَابِ».
ژباړه: هغه څه واخلئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو ته درکړي(عمل ورباندې وکړئ) او له هغه څه څخه ډډه وکړئ چې تاسو یې ترې منع کړي یاست، له الله تعالی څخه ووېرېږئ، ځکه هغه سخت عذاب ورکوونکی دی.
الله تعالی په پورتني آيت کې فرمايي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د حکمونو او احکامو د اطاعت په وخت کې له الله جل جلاله څخه ووېرېږئ، ځکه چې الله تعالی د پیغمبر نافرماني نه شي زغملی او څوک چې دا کار کوي سخته سزا به ورکړي.
د بغاوت جبهه د اسلامیت نغاره وهي، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم احکامو ته غاړه نه ږدي.
له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: “الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ، وَلَا يَخْذُلُهُ، وَلَا يَحْقِرُهُ”.
ژباړه: مسلمان د مسلمان ورور دی، نه به په هغه ظلم کوي، نه به یې سپکاوی کوي او نه به یې د نورو په مخ کې ټیټ راولي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث له مسلمانانو سره د دوستۍ او د اسلامي ټولنې د پرمختګ او سوکالۍ په لار کې د همکارۍ له لارښوونو ډک دي، خو د بغاوت جبهه په بشپړه توګه د دې لیدلوري خلاف ده.
دوی کلونه کلونه پر افغان ولس ظلمونه وکړل او اوس چې ولس له ډېرو کړاوونو وروسته سولې او امنیت ته رسېدلی، د بغاوت جبهه د دې امنیت د ګډوډولو په لټه کې ده چې دا د افغانستان پر مظلوم ولس ستر ظلم دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: یو مسلمان بل مسلمان نه رسوا کوي، مګر دوی شپه او ورځ د مسلمانانو او هیواد د بدنامولو په لټه کې دي؛ په دې کړنو سره دوی خپله ځانونه رسوایۍ ته غورځوي، ځکه دوی یو ځل آزمویل شوي او دا ملت نور د دوی دروغو ته غوږ نه نیسي.
سپکاوی، بدنامي او توطيې د افغانستان د خلکو او اسلامي نظام پر وړاندې د دوی عادي کړنې دي؛ د تخریبي رسنیو جوړول، د فحش کلیپونو خپرول او د اسلامي امارت غړو ته یې منسوبول د بغاوت د جبهې له بدنامو کړنو څخه دي.
د افغانستان په هر ګوټ کې که کوم ناوړه عمل تر سره شي، د افغانستان اسلامي امارت او منسوبینو ته یې منسوبوي؛ په داسې حال کې چې دوی په دې ښه پوهېږي چې د اسلامي امارت پر ضد دسیسې د اوبو د ځک په څېر پاتې دي، د رسوایۍ پایله به د دوی خپلو لمنو ته رسېږي.
له مشرتابه څخه نیولې تر اشخاصو پورې که ځانونه مسلمانان ګڼي، نو داسې حدیث نه شي موندلای چې د افغانستان د واکمن رژیم پر ضد یې وهڅوي، هغه اسلامي رژیم چې خلکو یې کلونه کلونه انتظار کاوه.
هغه احادیث چې په معتبرو او ثقه منابعو کې راغلي دي، ټینګار کوي چې د وخت د حاکم له امر څخه باید سرغړونه ونه شي، که څه هم ستاسو واکمن له تاسو څخه کمزوری وي او یا له تاسو څخه کم عمره هم وی.
دوی په سیاسي او دیپلوماتیکو چارو کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنتونه له پامه غورځوي او د خپلو غربي بادارانو په طریقه عمل کوي.
د ښځو د حقونو په برخه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پر بنسټ غوښتنې نه لري، بلکې هغه څه چې غربیان یې غواړي، دوی یې هم عملي کوي.
الله سبحانه وتعالی د سورة نور په ۶۳ آیت کې د بغاوت جبهې انجام داسې بیانوي:«فَلۡيَحۡذَرِ ٱلَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنۡ أَمۡرِهِۦٓ أَن تُصِيبَهُمۡ فِتۡنَةٌ أَوۡ يُصِيبَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٌ».
ژباړه: هغه کسان چې د (پیغمبر) له حکم سرغړنه کوي، هغوی به په (دنیا کې) د الله تعالی لوري نیول کېږي(په فتنه کې به واقع کېږي) او په آخرت کې به دردناک عذاب ورته ورسېږي.
هو، دا بې وسي او سرټیټي چې دوی په دې دنیا کې ورسره مخ دي، خو له شرمه یې په ځان نه وروړي، دا هماغه فتنه ده چې الله تعالی یې په پورتني آیت کې ژمنه کړې ده، ځکه چې دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم مهم ارزښتمن احکام له پامه غورځولي دي او د غرب د غوښتنو او حکمونو پیروي کوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.