Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»مقاومت جبهه؛ د یرغل او جګړې پلوې ډله، د ملي وحدت ضد دریځ لري
    تورې څېرې

    مقاومت جبهه؛ د یرغل او جګړې پلوې ډله، د ملي وحدت ضد دریځ لري

    صابر افغانصابر افغان8 مې 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په وروستیو هغه څرګندونو کې چې د مقاومت جبهې د سياسي دفتر مشر عبدالله خنجاني له يوې خصوصي رسنۍ سره کړې دي، دا مسئله نوره هم روښانه کړل چې دغه جبهه د افغانستان د سولې، ثبات او ملي یووالي لپاره نه، بلکې د جګړې، بهرنيو یرغلګرو د بېرته را ستنېدو او د قومونو ترمنځ د تفرقې د ایجاد لپاره کار کوي.

    خنجاني ټينګار کړی چې امريکا بايد بېرته بګرام ته راشي، خو د سرپرست حکومت پر ځای له مقاومت جبهې سره د تعامل له لارې. دې غوښتنې بیا ځل څرګنده کړل چې مقاومت جبهه لا هم له بهرنيو یرغلګرو څخه د بیا اشغال تمه لري او د افغانستان خپلواکي او ملي حاکميت هېڅ ارزښت نه ورته لري.

    سربېره پر دې، خنجاني ادعا کړې چې باګرام د تاجیکانو د امنیتي او جغرافیایي حوزې برخه ده. دا ډول څرګندونې چې جغرافیه په قومي بنسټ ویشي، د خطرناکو قومي تعصباتو دروازې خلاصوي او له ملي وحدت سره ښکاره دښمني ده. دا واضحه ده چې افغانستان د یو واحد ملت نوم دی، نه د قومونو ټوټه شوې نقشه. د مقاومت جبهې د دريځ دا ډول اظهار د هغو خلکو لپاره چې دا جبهه ملي بولي خبرداری او پر مخ ویښوونکی ګوزار دی.

    دا جبهه چې ځان د ډیموکراټیکو ارزښتونو پلوې معرفي کوي، په عمل کې د ملي ارزښتونو، خپلواکۍ، سولې او عدالت خلاف د جګړې دوام ته لمن وهي. د هغوی د وسله‌وال فعاليت لاپې، د سياسي حل پر ځای پر نظامي لارو تمرکز، د اشغال بیا را ګرځېدل او د بهرنیانو ملاتړ ته لېوالتیا دا ښيي چې دوی د يوه خپلواک او سوله‌ييز افغانستان پر ځای د يوه جګړه‌ځپلي، تقسيم شوي او اشغال شوي افغانستان طرفدار دي.

    د مقاومت جبهې دا ادعا چې دوی او د سرپرست حکومت نورې مخالفې ډلې د باور وړ متحدين دي، له ملت سره هېڅ تړاو نه لري، ځکه چې ملت جګړه نه غواړي، ملت سوله او ثبات غواړي. له همدې امله، دا جبهه نه ملي ده، نه د افغانستان د ارزښتونو استازيتوب کوي، بلکې د خپلو محدودو سياسي او شخصي اهدافو لپاره د افغانستان د ولسونو په وينو لوبه کول غواړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاسلامي مقدسات؛ د امت د غیرت سرې کرښې
    راتلونکي مقاله مولوي امیرخان متقي له خپل ترکمنستاني سیال سره د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د چارو په اړه خبرې کړي

    مربوطه لیکنې

    د ملي ګټو پلورونکي او د پرديو تېري ته خوشبین نندارچيان

    28 فبروري 2026

    د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو د مخالفینو بې منطقه نیوکې او تحلیلونه

    15 فبروري 2026

    ولې مخالفین د اپسټین په قضیه کې لوېدیځ ته میلان ښه انځوروي؟

    11 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 11 مارچ 2026

    د سعودي او امريکا بهرنيو چارو وزيرانو د سيمې پر روان وضعيت بحث کړی

    د سعودي بهرنيو چارو وزارت وايي، د بهرنيو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د…

    وال سټریټ ژورنال: د ایران پر وړاندې جګړې د انرژۍ بازارونه سخت ګډوډ کړي

    10 مارچ 2026

    ایران پر اوو عربي هېوادونو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو ۳۰۹۵ بریدونه کړي

    10 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سعودي او امريکا بهرنيو چارو وزيرانو د سيمې پر روان وضعيت بحث کړی

    11 مارچ 2026

    وال سټریټ ژورنال: د ایران پر وړاندې جګړې د انرژۍ بازارونه سخت ګډوډ کړي

    10 مارچ 2026

    ایران پر اوو عربي هېوادونو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو ۳۰۹۵ بریدونه کړي

    10 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،118 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،068 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،135 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.