Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»اسلامي مقدسات؛ د امت د غیرت سرې کرښې
    لیکني

    اسلامي مقدسات؛ د امت د غیرت سرې کرښې

    صابر افغانصابر افغان7 مې 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په تېرو څو لسیزو کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د اسلامي مقدساتو پر وړاندې بریدونه، سپکاوی او قصدي توهینونه زیات شوي او لا هم دوام لري. دا بریدونه یواځې پر ودانیو نه، بلکې د مسلمانانو پر عقیدې، ارزښتونو او ایمان مستقيم یرغل بلل کېږي.

    د ځینو کفري قوتونو له لوري په اسلامي هېوادونو کې د جوماتونو، مدرسو، مقدساتو او د دیني شعائرو په نښه کول یو حساس عمل دی چې له ټولو بشري، نړیوالو او سیاسي اصولو سره په ښکاره ټکر کې دی. دا ډول کړنې یواځې نظامي هدفونه نه دي، بلکې د اسلام، د مسلمان امت او د هغه د روحاني هویت پر وړاندې یوه قصدي او کرکه‌ناکه حمله ده.

    مسلمانان هېڅکله هم د خپل دین، د الله تعالی د کور (جومات)، د علم د مرکز (مدرسې) او نورو سپېڅلو ارزښتونو توهین نه زغمي. ځکه دا مقدسات یواځې مذهبي بُعد نه لري، بلکې دا د امت د ژوند، بقاء او وحدت اصلي ستنې دي.

    مسجد او مدرسه د مسلمانانو هغه ارزښتونه دي چې توهین یې د امت د ټوټه کېدو، ضعف او تحقیر لامل ګرځي، دا هغه ځایونه دي چې له دې امت سره یې د ایمان اړیکه ده؛ د الله د نوم نعرې له همدې ځایه پورته کېږي او له همدې ځایه د باطل پر وړاندې د حق غږ پورته کېږي.

    د اسلامي مقدساتو دفاع یواځې یو احساساتي غبرګون نه دی، بلکې د ایمان یوه برخه، د غیرت یو طبیعي عکس‌العمل او د اسلامي تشخص یوه حیاتي اړتیا ده. څوک چې د مسلمانانو مقدسات تر برید لاندې راولي، هغوی یواځې خښتي نه وي په نښه کړي، بلکې د مسلمان امت ټولنيز، روحاني او عقیدوي تشخص ته يې د جنګ اعلان کړی وي.

    نو پر مسلمانانو لازمه ده چې د خپلو مقدساتو د ساتنې لپاره یواځې احساساتي نه، بلکې منظمه، واقعي او اوږدمهاله تګلاره خپله کړي. وحدت، هوښیارتیا، د دښمن پېژندنه او د اسلامي ارزښتونو سره د نوي نسل آشنا کول، هغه لارې دي چې د امت عزت پکې راژوندی کېږي، او تېر سپېڅلی برم بېرته اعاده کېدای شي.

    مخکینۍ مقالهالقسام ځواکونو اسرائيلي پوځيانو ته کمين ورکړی او درنه مرګ‌ژوبله یې وراړولې
    راتلونکي مقاله مقاومت جبهه؛ د یرغل او جګړې پلوې ډله، د ملي وحدت ضد دریځ لري

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان او جبهو ترمنځ معامله، داخلي اختلافات او بدګوماني

    12 اکتوبر 2026

    د مقاومت جبهې پرله‌پسې انشعابونه؛ ستونزه په څه کې ده؟

    11 اکتوبر 2026

    د واخان معما؛ څوک له دې لارې څه او څنګه غواړي؟

    7 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځنۍ نېټه 13 اکتوبر 2026

    د نن سه شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    د اوبو او انرژۍ وزیر د سعودي عربستان د انرژۍ له نړیوال نندارتون څخه لیدنه کړې

    12 اکتوبر 2026

    د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٢٠ مه.#هندوکش‌غږ

    12 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن سه شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    13 اکتوبر 2026

    د اوبو او انرژۍ وزیر د سعودي عربستان د انرژۍ له نړیوال نندارتون څخه لیدنه کړې

    12 اکتوبر 2026

    د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٢٠ مه.#هندوکش‌غږ

    12 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،200 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،142 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.