د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان بانک له لوري د وړو تمویلونو ملي کنفرانس: «فرصتونه او ننګونې» تر سرلیک لا ندې جوړ شوي کنفرانس ته د وینا پر مهال ویلي؛ د وړو تمویلونو سکټور څخه ګټه اخیستونکي عام او بې وزله خلک، بزګران او د وړو کاروبارونو څښتنان دي او د دوی لاسنیوی د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ګډ هدف دی.
ملا عبدالغني برادر همدار راز ویلي، د وړو تمویلونو ملاتړ او ورسره ګډ کار کول ځکه ډېر مهم دي چې د عامو او بې وزلو خلکو له ژوند سره تړاو لري. د دغه سکټور له لارې له بزګرانو، عامو او بې وزلو خلکو سره مرسته کېدای شي.
د یادونې وړ ده چې د وړو تمویلونو مؤسسو په جوړه شوې مقرره کې د تمویل د ترلاسه کولو شرایط اسانه شوي څو د لېرې پرتو سیمو بې وزله خلک وکولاي شي چې تمویل ترلاسه کړي او دا لړۍ به د هېواد ټولو سیمو ته وغځول شي.