د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې ۲۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له ډلې یې ۱۸ پروژې تعدیل، ۳ منظورې او ۳ لغوه شوې.
د خبرپاڼې له مخې، په تعدیل شویو او منظورو شویو پرژو کې د قوش تېپې کانال یوه برخه، د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د شفلوغ بند، د هلمند د سنګین ولسوالۍ نهر سراج کانال لومړۍ لاټ، د کندهار ــ سپین بولدک دویمه برخه سړک، په مختلفو ولایتونو کې د برېښنايي پروژو لپاره د اړتیا وړ توکي او په لرو پرتو سیمو کې د باکیفیته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو وړاندې کول شامل دي.