د ملي دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې، د هوایي دفاع د وسلو د پېر په اړه له روسي چارواکو سره هیڅ ډول خبرې نه دي شوي، او په دې اړه د دفاع وزارت د لوجستیک رئيس مولوي عبدالبصير صابري خبرې تحريف شوې دي.
ښاغلی خوارزمي دا خبره داسې مهال کوي چې ټاس خبري اژانس، د دفاع وزارت د لوجیستیک رئیس، عبدالبصیر صابري له قوله ویلي و چې اسلامي امارت له هوایي حریمه د دفاع په موخه تجهیزاتو ته اړتیا لري او په دې اراده دي چې له روسیې يې و پېري.