د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پکتیکا ولایت د جهادي مدرسې د فارغانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ویلي چې اسلامي امارت د پخوا په پرتله څو چنده پیاوړی شوی او اوس له ډېرو هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.

ښاغلي کبیر د خپلو خبرو پر دوام ویلي، په ټول هېواد کې ښوونځي او مدرسې په بشپړ امنيت کې فعاليت کوي او په تېرو درېيو کلونو کې ډېرې پرمختيايي پروژې پلي شوي دي.

نوموړي دغه راز د جهاد په دوره کې د پکتیکا د خلکو هڅې ستایلي او زیاته کړې یې ده چې ټول افغانان په حاکم نظام کې ځان ویني.

د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال د فقر کمولو او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره ویلي، افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د لا زیاتو پرمختګونو شاهد وي، نوموړي د اسلامي امارت امنیتي ادارې پیاوړې بللي او په ټینګار سره یې ویلي چې مجاهدین توانېدلي دي چې د شر او فساد خپروونکي له هېواد څخه بهر کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version