Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو له استازو سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړي
    افغانستان

    مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو له استازو سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړي

    عمران آغاعمران آغا7 جولای 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو له استازو سره په لیدنه کې د افغان کډوالو پر وضعیت، د راستنېدونکو ستونزو او د بشري مرستو د پراختیا پر اړتیا خبرې کړې دي.

    د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت زیاتوي، مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر برهام صالح او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو سره په کتنه کې د افغان کډوالو د وضعیت او راتلونکو همکاریو په اړه بحث کړی.

    خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو استازو د افغانانو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د راستنېدونکو د زیاتېدو او بشري اړتیاوو له امله لا ډېرو مرستو ته اړتیا شته.

    برهام صالح له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د اندېښنې وړ بللي او د کډوالو د ستونزو د حل لپاره یې د ګډو ناستو پر اړتیا ټینګار کړی.

    خبرپاڼه زیاتوي، چې مولوي عبدالکبیر اوږدې جګړې او ستونزې د میلیونونه افغانانو د کډوالۍ لامل بللی او د مهاجرت د اصلي لاملونو د له منځه وړلو لپاره یې د هڅو غوښتنه کړې. نوموړي ټینګار کړی، چې بشري مرستې باید سیاسي نه شي او له اړمنو افغانانو سره دې د مرستو کچه لوړه شي.

    د خبرپانې په خبره دواړو لورو د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د همکاریو د پیاوړتیا په موخه د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی.

    مخکینۍ مقالههند کې افغان سفير د شاپور ځدراڼ د جنازې د انتقال او همکارۍ په موخه د هغه له ورور سره کتلي
    راتلونکي مقاله امريکا تېره شپه پر ايران تازه بريدونه ترسره کړي

    مربوطه لیکنې

    کابل کې د کستومایز او رستم حیدري ښارګوټي ۲۵ جریبه ځمکه امارتي اعلان شوه

    25 جولای 2026

    د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د ۱۷۰ کسیز اقتصادي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راځي

    25 جولای 2026

    تېره یوه ورځ کې هېواد ته ۴۱۸ کورنۍ راستنې شوي او له ۵۳۹ کورنیو سره نغدي مرستې شوي

    25 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 25 جولای 2026

    ایران د امریکا پوځ ته د اوښتو زیانونو جزئیات خپاره کړل

    د ایران د تسنیم خبري اژانس د یوه ځانګړي راپور له مخې، د سپاه پاسداران…

    ټرمپ د اوسنۍ دورې له پای ته رسېدو وروسته هم د ولسمشرۍ څوکۍ پرېښودو اراده نه لري

    25 جولای 2026

    ټرمپ اروپایي ټولنې ته د لوړو تعرفو خبرداری ورکړی

    25 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ایران د امریکا پوځ ته د اوښتو زیانونو جزئیات خپاره کړل

    25 جولای 2026

    ټرمپ د اوسنۍ دورې له پای ته رسېدو وروسته هم د ولسمشرۍ څوکۍ پرېښودو اراده نه لري

    25 جولای 2026

    ټرمپ اروپایي ټولنې ته د لوړو تعرفو خبرداری ورکړی

    25 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.