شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp مهر خبري آژانس راپور ورکړی چې جاپان کې د میانمار سفارت ویلي، دغه هېواد کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۳۰۰۳ تنو ته رسېدلی، ۴ زره او ۵۱۵ تنه ټپیان دي او ۳۵۱ تنه لا هم ورک دي.د سرچينې په خبره په ورته مهال د دغه هېواد د هوا پېژندونکو خبرداری ورکړی چې له راتلونکې یکشنبې د روانې اپرېل میاشتې تر ۱۱مې به غیر موسمي بارانونه د مانډالې، ساګاینګ او پلازمېنې نایپیداو په څېر اغېزمنې شوې سیمې لا وځپي. د میانمار د سفارت زياته کړې چې تر دې دمه د بشري مرستو ۵۳ جوپې د هوا له لارې دغه هېواد ته رسېدلي او د چین، هند او روسیې په ګډون له ۱۵ هېوادونو څه باندې ۱۹ سوه کسان د ژغورنې عملیاتو لپاره رسېدلي دي. ياده دې وي چې په دغه هېواد کې د ریښتر په کچه ۷.۷ درجې دغه زلزله د تېرې جمعې په ورځ رامنځته شوه.
د یمن پر صعده ښار د امریکا درانه هوایي بریدونه؛ ۶۸ افریقایي کډوال وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي28 اپریل 2025