د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د ننگرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې کورنیو بې‌ځایه شوو ته یو ښارگوټی جوړوي.

له یاد وزرات څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه وزارت یو پلاوی ننگرهار ته تللی او د ننگرهار د کور او ښار جوړولو ریاست سره یې په گډه یې د یو هستوگنیز ښارگوټي د جوړولو لومړنۍ چارې پیل کړې دي.

په خبرپاڼه کې د ننگرهار د کور او ښار جوړولو رئیس محمد نبي سعیدي له قوله ویل شوي، د دغه ښار گوټي تخنیکي سروې پیل شوې او دغه ښارگوټی به کورنیو بې‌ځایه شوو لپاره جوړېږي.:«د کورنیو بې‌ځایه شوو لپاره دغه ښارگوټی د ننگرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې جوړېږي، چې د سید احمد گیلاني په نوم یې ځمکه غصب کړې وه. خو اوس‌مهال د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راگرځولو کمېسیون له لوري یاده ځمکه بېرته راگرځول شوې ده.»

د سعیدي په خبره، د دغه ښارگوټي تفصیلي پلان جوړولو تخنیکي سروې به په راتلونکو څو ورځو کې بشپړه شي.

دی وايي، دغه ښارگوټی به د اوسني وخت ټولې اړتیاوې ولري او یوازې کورنیو بې‌ځایه شوو لپاره دی.

د ننگرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې له دې وړاندې د شیخ‌مصري په نامه هم یو ښارگوټی جوړ شوی دی، چې اوس‌مهال پکې زرگونه کورنۍ اوسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version