د نیمروز ولایت رسنیو مرکز ویلي، چې د نیمروز ولایتي روغتون د جوړولو چارې نږدې ۹۸ سلنه بشپړې شوې او ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د مسوولینو په خبره د ولایت مقام په سپارښتنې سره د ياد روغتیایي مرکز د جوړولو چارې ګړندۍ شوې او راتلونکې میاشت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
خبر پاڼه کې د مسوولینو له قوله لیکل شوي، دغه روغتون ۱۰۰ بسترونه لري چې چارې به يې په معیاري ډول سرته ورسېږي.