Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»نړۍوال هم د سرپرست حکومت مخالفین نه مني
    لیکني

    نړۍوال هم د سرپرست حکومت مخالفین نه مني

    صابر افغانصابر افغان23 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    افغانستان له ډېرې مودې راهیسې د پیاوړو دښمنانو او نړۍوال استکبار په لومو کې له بېلابېلو ستونزو او ازموینو سره مخ و او هر ځل یې بدن په زهرجن تبر ټپي کېده.

    خو په دې موده کې هغه زخم چې د خپلو خلکو او بچیانو له لاسه یې وخوړ، تر ټولو دردونکی او خونړی و، هغه چې د دې هېواد د عزت او ویاړ جامې یې څیرې او وشلولې.

    دې مخالفینو کلونه، کلونه دوامداره واکمني وکړه، خپل تسلط یې پراخ کړ، د اشغالګرو نفوذ ته یې هر لوری قوي او پراخ کړ، د حق‌ غوښتونکو، حق‌ ویونکو او مبارزینو غږونه یې خپ او په هره طریقه یې هغوی چوپ کول.

    خو کله چې دغه مخالفین وتښتېدل، د اشغالګرو خوبونه برباد او د دوی د تلپاتې واکمنۍ خیال هم دړې وړې شو، افغانستان داسې احساس وکړ لکه له اوږده، او ډارونکې خوبه چې راویښ شوی وي، په دې سره یې د یوه نوي سهار رڼا ته سترګې غړولې وې.

    خو دا بهرنی روزل شوي کسان او د پردیو دسیسو تطبیقوونکي، لا هم د غفلت په خوب نه دي ویده شوي، تر اوسه هم په دې باور نه دي چې نور باید دا لوبه پای ته ورسېږي، افغانستان دې د ارام ساه اخیستلو ته پرېښودل شي او دې ملت ته دې د یوه روښانه سبا لپاره د فکر وخت ورکړي.

    له همدې امله، لا هم په بهرنیو هېوادونو کې غونډې جوړوي، د هرچا دروازې ټکوي او د سوال کاسه یې نیولې چې څوک یې بیا پر سر لاس راتېر او ملاتړ یې وکړي.

    هغه هېوادونه او اشخاص چې د جمهوریت په دوره کې یې دوی ته واک، ځواک او مالي ملاتړ ورکاوه، د سرپرست حکومت په راتګ سره یې د دوی له ملاتړ لاس واخیست او مالي مرستې یې پرې بندې کړې.

    خو دا مخالفین لا هم نه غواړي او دا واقعیت نه شي منلی چې د دوی د دروغجن واک دوره پای ته رسېدلې او نور د ملاتړ لپاره څوک نه لري.

    که څه هم له خپلو پخوانیو حامیانو ناهیلي شوي، خو اوس د نویو بادارانو په لټه کې دي. دا ځل دوی په دوکې، چلونو او ظاهري ښایست نور څوک نه شي غولولی، څوک یې لاس نیولو ته تیار نه دي او نه د چا د ملاتړ نظر راجلبولی شي.

    ځکه بهرني دښمنان که څه هم په افغانستان کې په سیاسي بدلون باور لري، خو دوی ته دا معلومه ده چې دا د شطرنج سوځېدلي دانې نور د سیاسي لوبو لپاره کار نه ورکوي او نه حساب پرې کوي، لکه څنګه چې افغان ملت پېژندلي، هغوی یې هم تر دوی لا ښه پېژني، پخواني خیانتونه او توره مخینه یې ښه ورته مالوم دي.

    له همدې امله، لکه څنګه چې افغان غیور ملت او نوي افغان حکومت د دوی د ماضي له خیانتونو خبر او هېڅکله یې نه هېروي، بهرنیان هم د دوی پر رسنیزو نمایشونو دوکه نه خوري او د خپل ملاتړ لاره نه ورته پرانیزي.

    نو ځکه، دوی غوره ګڼي چې له دې ډلو سره د دوستۍ پړی پرې کړي، له سرپرست حکومت سره خبرو ته کښېني او د خپلو ګټو لپاره مناسبه او بدیله لار ومومي.

    او په پای کې، یواځې همدا خاین مخالفین دي چې نه یې سر ته دستار پاتې شو او نه یې په لاس کې واک؛ سرګردانه هرې خوا ته منډې وهي.

    البته دا هم شونې ده چې دا ټولې هڅې یوازې دروغ، فریب او د ځان ښودنې لپاره وي، تر څو په رسنیو کې خپل پخوانی تور حیثیت سپین وښيي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپاکستاني طالبانو د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې پوځ ته کمين ورکړی او نږدې شل پوځيانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې
    راتلونکي مقاله د اقتصادي مرستيال په مشرۍ پلاوي ازبکستان سره د کرنې، برېښنا، ټرانسپورټ او سوداګرۍ برخو کې مهم بحثونه کړي

    مربوطه لیکنې

    اسلامي مقدسات؛ د امت د غیرت سرې کرښې

    7 مې 2025

    د ديني شعائرو او مقدساتو سپکاوی؛ د زور ازمايۍ د جګړو قربانيان

    7 مې 2025

    د سپېڅلتیا مورچلونه؛ د دیني مراکزو، مساجدو او مقدساتو حرمت

    7 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 مې 2025

    شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    د پرځېدلي جمهوريت پرمهال د دفاع وزير شاه محمود مياخېل د باګرام هډې‌ په اړه…

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    9 مې 2025

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،928 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،860 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،847 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.