تېره اونۍ په جنوب ختیځ ولایت پکتیکا کې د وزیرستاني بې ځایه شویو په ګډون، پر یو شمېر ملکي اهدافو د پاکستان له بمبارۍ او پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکیانو ته د ځاني او مالي تلفاتو له اړولو وروسته، دفاع وزارت له ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا د پاکستاني پوځ، ملېشو او سرحدي عسکرو یو شمېر پوستې په نښه کړې، پر درنې مرګ ژوبلې سربېره یې د دوی پوستې هم وسوځولې. د راپورونو له مخې د افغان ځواکونو په دغو توپچي او نورو درنو بریدونو کې ۱۹ پاکستاني عسکر و وژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د پاکستاني الوتکو د بمباریو په بدل کې دا د افغان ځواکونو لومړنی ځوابي برید و، معلومه نه ده، چې دا به د ځوابي برید پای وي او که به نور پړاوونه هم ولري، خو یو څه چې ښکاره دي، هغه دا دي چې افغانان او افغان ځواکونه په هېڅ صورت پر خپلې خاورې د بل چا برید بې ځوابه نه پرېږدي او هر ډول تېري ته چمتو دي. دا د څو پاکستاني جنرالانو، سیاسیونو او واکمنو د ناسمې محاسبې پایلې وې.

پاکستان اوسمهال د خپلو ناسمو ستراتېژیو، منافقانه او ظالمانه سیاستونو او د غرب د ګټو د خوندیتوب په لومه کې راګیر دی، د همدغو تېروتنو له کبله له خپل ملت سره په جګړه اخته دی، اقتصاد یې دېوالي شوی، په نړیوال سټېج یې خپل پرستېج له لاسه ورکړی، په پورونو کې غرق دی، د سیالانو له سیالۍ پرځېدلی، په کور دننه تر بل هر وخت له ډېر انارشېزم او پاشلتیا سره مخ دی، په لسګونو میلیونه خلک یې له لوږې، بېکارۍ او انفلاسیون څخه زورېږي، خو په مقابل کې یې د پوځ چارواکي، حکومتي واکمنان او سیاسي مشران یواځې د خپلو ګټو د خوندیتوب، د غربي هېوادونو د پالیسو د عملي کېدو، مالي او اخلاقي فساد او د پاکستاني وګړو د وینې د ځبېښلو په نشو کې ډوب دي.

محروم او قهرېدلي بلوڅان، پښتانه، سندیان او کشمیریان یې پر وړاندې راپورته شوي او له دغو ظلمونو او ناتارونو د ځان د خلاصون لپاره ورسره وسله‌واله مبارزه کوي، خو همدا د واک او فساد په نشو او تماشو کې ډوب پوځي او سیاسي چارواکي د دغه وضعیت پړه پر ګاونډیو او په ځانګړې توګه افغانانو ور اچوي. که ټي ټي پي ازادي بښونکی غورځنګ دی، که بلوڅ ازادي غوښتونکی غورځنګ دی او که هلته نور ازادي غوښتنونکي او جهادي غورځنګونه دي، ټول په یوه خوله په پاکستان کې له اوږدې مودې راهیسې د روانو ظلمونو، وحشتونو، جنایتونو، محرومیتونو او د پردیو پروژو د پلي کېدو څخه د خلاصون په موخه راپاڅېدلي دي.

یا به پاکستاني حکومت په خپلو پالیسو، ستراتېژیو، سیاسي او نورو جوړښتونو کې ژور بدلون راولي، د پردیو پروژو پر ځای به خپلو خلکو او ولس ته لومړیتوب ورکوي، پر ولس به ظلمونه دروي، د دوی حقونه به ورکوي، بې ګناه بندیان به یې ور خوشې کوي او پنجاب په څېر به دوی ته هم ټول حقونه او امتیازات ورکوي، یا به د خپل زوال لپاره شېبې شماري او دا هېواد به یوه تلپاتې او نه حلېدونکي بحران ته بیايي.

پاتې کېږي، له افغانستان سره د اړیکو موضوع، د پاکستان لپاره غوره دا ده چې افغانستان ته د یوه خپلواک، ازاد او مېړني هېواد په سترګه وګوري، ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ازادۍ ته یې درناوی وکړي، هېڅ انسان ته یې په ټيټه سترګه ونه ګوري، د متقابل درناوي په اساس ولاړ تجارت، ډيپلوماسي او اړیکې ورسره وپالي، له منافقت او دوه مخو پالیسو ډډه وکړي، په دې برخه کې له هند او بنګله‌دېش څخه ترلاسه شویو تجربو درس واخلي، له افغانستان سره حساسو وسایلو او مسایلو ته لاس ور وړلو ډډه وکړي. له دې پرته به هره ناسمه محاسبه او تېروتنه ورته بدې پایلې ولري، ښايي افغانستان ورته په دوهم هند یا بنګله‌دېش بدل شي، چې بیا هر ډول راکړه ورکړه ورسره ودروي او دا هېواد لا پسې منزوي کړي او د دې هرڅه مسؤولیت به بیا د همدغو پاکستاني شریرو عناصرو او چارواکو پر غاړه وي.

یادونه: په هندوکش غږ کې خپرې شوي لیکنې او نظریات یوازې د لیکوالانو د نظر څرګندونه کوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version