د ننګرهار ځايي مسوولینو ویلي، چې په تورخم کې د کمیسارۍ د کورني امنیت منسوبینو د تاریخي قدامت لرونکې ۳۸۵ پخوانۍ سیکې نیولي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا سکې هغه مهال نیول شوي چې قاچاقبرانو هڅه کوله د تورخم له لارې یې له هېواده بهر یوسي.

د يادونې وړ ده چې په وروستيو درې کلونو کې تر بل هر وخت له هېواده بهر د قاچاق مخه نيول شوې او نږدې هره ورځ ګاونډيو هېوادونو سره پر پوله د قيمتي اشياوو‌ د قاچاق مخه نيول کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version