سرچینې وایي د پاکستان د تحریک طالبانو د خيبر په لرې پرته سیمه تیرا کې د پاکستاني پوليسو په یوه پوسته ډله ییز برید کړی چې پکې لږ تر لږه د يوه قومندان په ګډون دولس عسکر وژل شوي او پنځلس نور ټيپان دي.
له سیمې امنیتي سرچینو رسنيو ته ویلي دا برید د جمعې په شپه د تیرا د ادم خیل سیمې د اورکزيو کلي په یوه پوسته شوی دی؛ د سرچينې په وينا د تحریک طالبانو له څلورو لوريو لومړی په پوسته ډزې کړي او بيا یې پوستې ته اور اچولی.
د پاکستان پوځ یا سیمه ییزې ادارې لا د دې برید په هکله څه نه دي ویلي خو؛ بلې خوا پاکستاني طالبانو د بريد پړه منلې او وايي چې ياد برید د دوی د يوه غړي طارق افریدي په مشرۍ کړی دی چې ۱۲ عسکر ځای پر ځای مړه شوي دي او په پايله کې ېې پنځه G3 ټوپک دوه LMG ټوپک او دوه راکټ لنچرې د دوی لاسته لوېدلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اګست مياشتې په پنځمه د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري یو مبطوعاتي کانفرنس ته ویلي وو، چې د روان کال په لومړو اووه میاشتو کې 139 پوځيان وژل شوي دي.
په همدې حال کې د پاکستان د امنیتي مطالعاتو مرکز په خپلو تازه څېړنو کې وېلي چې په وروستيو څو مياشتو کې په پاکستان کې د بريدونو کچه نږدې شل سلنه لوړه شوې او په يادو بريدونو کې د مرګ ژوبلې کچه بيا ان ۸۰ سلنه لوړه شوې ده.