ټاس خبري اژانش راپور ورکړی، چې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې مسکو چمتو دی د ایران پر ضد د روانې جګړې د پای او په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره هر ډول مرسته وکړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې خبرو کې دواړو لورو د وروستیو پوځي او سیاسي پرمختګونو ارزونه کړې او د ډیپلوماټیکو لارو د پیاوړتیا پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.
له بلې خوا، د ایران او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو هم جلا ټیلیفوني خبرې کړې دي.
عباس عراقچي او د فرانسې وزیر د سیمې د وروستیو حالاتو او د جګړې د ختمولو لپاره د سیاسي او ډیپلوماټیکو هڅو په اړه د نظر تبادله کړې ده.
دواړو لورو ټینګار کړی چې د خبرو له لارې د کړکېچ حل او د تاوتریخوالي کمول د اوسني وضعیت لپاره تر ټولو اغېزمنه لاره ده.


