د پروان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د دغه ولایت په سالنگ ولسوالۍ کې د ۱۲ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.
له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه سړک د پروان د سالنگ ولسوالۍ اړوند په کوکلامي کلي کې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ۱۲ کیلومتره سړک او د ۷۳ مترو په اوږدوالي د یو پُل د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه پروژه کې د سیمې ۱۷۳ تنو د ۶ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.
پروان د هېواد له مرکزي ولایتونو څخه دی، چې د سیاحت لپاره گڼې سیمې هم لري؛ خو د دغه ولایت د گڼو ولسوالیو سړکونه خام دي او بنسټیزې جوړونې ته اړتیا لري.