ایران باندې د صهیونستي رژیم د احتمالي حملې په هکله د اټکلونو له زیاتېدو وروسته، د ایران پوځ مشر وویل چې د صهیونستي رژیم د احتمالي برید په صورت کې به له سخت او ویجاړونکي ځواب سره مخامخ شي، موسوی وویل که دښمن تېروتنه وکړي، زموږ د غبرګون کچه به د تېر برید په پرتله لوړه وي.

هېره دې نه وي چې څو ورځې وړاندې د ایران په پراخو توغندیزو بریدونو کې صهیونستي رژیم ته پراخ زیانونه اوښتي وو.

ایران یاد بریدونه د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله د وژل کېدلو په غبرګون کې کړي وو؛ د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په دغه برید کې د صهیونستي رژیم یوه F16 جنګي جېټ الوتکه هم له منځه تللې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version