شر او فساد ډلې په افغانستان کې د نا امنۍ، انارشیزم، د فساد د ترویج، قومي، سمتي، مذهبي او ژبنیو تعصباتو د پیل په موخه، په بهر کې د خپل فعالیت له پیل سره سم هڅه وکړه، چې د خپلو نړۍوالو لابیګرانو، استخباراتي او جرمي شبکو په مستقیم ملاتړ او مشورو ځان پر نړۍوال سټېج مطرح کړي، په بهر کې ځان ته لا ډېر مالي او لوژستیکي ملاتړي پیدا کړي. دوی هڅه وکړه چې نړۍ ته د افغانستان په اړه منفي ذهنیت او ناسم تصویر وړاندې کړي، افغانستان نا امنه، د نشهيي توکو د کرکیلې مرکز او نورې سیمې او نړۍ ته یې ګواښ وښيي.
په همدې موخه یې د ټولنیزو رسنیو ترڅنګ، له بهرنیو رسنیو سره د پراخو مرکو، تبلیغاتو او پروپاګند لړۍ پیل کړه، په نړۍواله کچه یې جګړه خوښو او جګړه غوښتونکو هېوادونو، ادارو، شبکو او د وسلو جوړولو کمپنیو ته شنه څراغونه ورکول، چې د دوی د ملاتړ په صورت کې یې ټولې غوښتنې مني او په افغانستان کې به له یوې خوا د دوی په نیابت او خوښه جګړه کوي او له بلې خوا به یې هلته ګټې خوندي کوي. د همدې منډو او ترړو په ترڅ کې د دې منفورې او رټل شوې ډلې مشرانو له اسرائیل څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه، تر څو پیسې او وسلې ورکړي، چې په افغانستان کې جګړه پرې وکړي او وینې وبهوي.
دوی ته په پیل کې په مشروط ډول د ځینو مرستو او پیسو د ورکړې غوړې ژمنې ورکول شوې وې، خو دا چې دې ډلې له یوې خوا ونشوای کولای ځان له خپل منځي اختلافاتو، شخصي ګټو، شخصي سلیقو او همدا راز اخلاقي او مالي فسادونو راوباسي؛ له بلې خوا یې په افغانستان کې څوک په خپلو شعارونو او تبلیغاتو قانع نه کړل، تر څو له دوی سره په ورانکاره فعالیتونو کې ونډه واخلي.
د شر او فساد منفوره ډله د مالي ملاتړو له خوا هم رټل شوې، هم یې نړۍوال سټېج له لاسه ووت او هم یې ځان ته داخلي ملاتړي پیدا نه کړل، اوس د خپلې بقاء غم اخیستي او له خپلو خرابو او فاسدو ټپونو خپلې وینې زبېښي.
شر او فساد ډله پرله پسې داخلي انشعاب، لاس وهنو، مالي او اخلاقي فسادونو، تنګ نظرۍ، تعصب، شخصي، قومي، سمتي او مذهبي ګټو او سلیقو پاللو د کړنګ پر غاړه درول او هغه شوم ارمانونه یې د سترګو په وړاندې یو په بل پسې خاورې کېږي، چې د افغانستان د بربادۍ، د افغانستانو د قومونو ترمنځ د اختلافاتو او تفرقو د اچولو، ګډوډیو او د جګړې د پیل لپاره یې درلودل.
له شر او فساد ډلې ورهاخوا نورې بهر مېشتې، د افغانستان بربادۍ ته په تمه خیالي ډلې او ټپلې هم له ورته برخلیک سره مخ دي، دوی اوس په خپلو هغو دامونو او لومو کې ګیر دي، چې یو وخت یې د افغانستان د مظلوم ولس د بندولو لپاره ايښي وو؛ دغه ډلې هم پر نړۍوال سټېج له بحثونو غورځېدلي او نورې نه مطرح کېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.