د پنجشېر د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي، په دغه ولایت کې ۳۷۵ تنه د بېلابېلو حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شوي دي.

د پنجشېر د کار او ټولنیزو چارو رئیس عظیم الله شهید وايي، یاد ځوانان د خیاطۍ، د چرگانو ساتل، د لبنیاتو پروسس او نورو برخو کې یې حرفوي زده‌کړې کړې.

دی وايي، یاد ځوانان د ملگرو ملتونو د یونسکو دفتر په مالي همکارۍ د درېیو میاشتو په موده کې وروزل شول، چې د مرکز سربېره د دغه ولایت د ولسوالیو ځوانانو هم پکې برخه اخیستې وه.

په هېواد کې د زرگونه تنه ځوانانو بې‌کاري هغه څه دي، چې گڼې کورنۍ یې د فقر په گړنگ درولي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، افغان حکومت باید ځوانانو ته د لنډمهالو او اوږدمهالو حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي او ځوانانو ته هغه څه ور زده کړي، چې د اوسني وخت غوښتنې دي.

د کا او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرگونه ځوانان په بېلابېلو حرفوي زده‌کړو بوخت دي، چې له فراغت وروسته به ورته د کار زمینه هم برابره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version