د ننگرهار پوله‌ساتي ځواکونه وايي، په تورخم بندر کې یې دوه تنه نیولي چې غوښتل یې ۴۰ زره او ۴۷۵ امریکايي ډالر یې په قاچاقي توگه پاکستان ته قاچاق کول.

د تورخم کمېسار عبدالجبار حکمت وايي، نیول شوي کسان محمد امین د ننگرهار د ښېوې ولسوالۍ او غوث‌الدین د پښتونخوا د لوړاگې سیمې اوسېدونکي دي.:«نیول شوي کسان به د قانوني اجرااتو په موخه عدلي او قضايي ارگانونو ته ورپېژندل شي.»

د حکمت په خبره، تېره چهارشنبه هم په تورخم کې پاکستان ته د ۹۰ زره امریکايي ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

اوسمهال د پاکستان حکومت د نورو اقتصادي ستونزو سربېره د ډالرو له کمښت سره هم مخ دی، چې له ډېرو هېوادونو پاکستان ته ډالر قاچاق کېږي.

افغان حکومت بهر ته د ډالرو پر لېږد بندیز لگولی او افغان ناروغان په محدود شمېر کې کولی شي چې بهر ته له ځانونو سره ډالر یوسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version