د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا د اترا مسوولین وايي چې، د دوو کلونو راهیسې یې په هېواد کې شاوخوا ۱۴ میلیونه سیم کارتونه په قانوني بڼه ثبت کړي دي.

د دغې ادارې ویاند جلال‌الدین شمس وايي چې، دم‌ګړۍ په کابل کې ۸۰ سلنه سیم‌کارتونه په قانوني بڼه ثبت شوي او په وینا یې دغه بهیر همداراز دوام لري.

شمس همدارنګه د سیمکارتونو د ثبتولو او پېرلو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په تړاو د خپلو هڅو له دوامه ډاډ ورکوي.

له دې سره سم، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د سیم‌کارتونو د ثبتونې بهیر ستايي او له نورو هېوادوالو هم غواړي چې، خپل سیم‌کارتونه ثبت کړي.

۱ څرگندون

ځواب پریږدئ

Exit mobile version