د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې ۱۳ بندیان ازاد شوي او د انټرپول پولیسو له لوري افغان پولهساتو ځواکونو ته سپارل شوي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ازاد شوو افغانانو په پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له لسو کلونو څخه تر یوې میاشتې پورې د قید موده تېره کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان له زندانونو څخه ازاد شوي کسان یې د کډوالو نړیوال سازمان ته ورپېژندلي، چې مرسته ورسره وکړي.
د افغانستان ـ پاکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو د خرابېدو وروسته د پاکستان حکومت په بېلابېلو ایالتونو کې د افغانانو په نیولو، ځورولو او بندي کولو لاس پورې کړی دی.
د تېر یو کال په موده کې تر دې مهاله له پاکستان کې سلگونه زره کورنۍ په خپله خوښه او جبري توگه راستنې شوې او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.
په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه سلگونه هغه بندیان ازاد شوي، چې هلته یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.