کورنیو چارو وزارت وایي، د ‏نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په خوست، سرپل، فراه، اورزګان، پروان او کاپیسا ولایتونو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۲۳ تنه د نشه یي توکو د پېر، پلور او لېږد په تړاو نیولي دي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د یاد وزارت په وینا، ‏له نیول شوو کسانو یوه اندازه هیرویین، چرس، تریاک، ۵۰ لېټره الکولي څښاک او څه باندې زر نشه یي ګولۍ هم ترلاسه شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version