د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د غر ښوییدنې په پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پکتیا ولایت د طبیعي پېښو ته درسېدنې رییس نثار احمد نجات وایي، چې د غر ښوییدنې دغه پېښه تېره ورځ نا وخته د څمکنیو ولسوالۍ اړوند “جګ اورګور” سیمه کې رامنځ ته شوې، چې له امله یې د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې قربانیان دوه ښځې او ۵ ماشومان دي.

هغه همداراز وویل، چې تېره ورځ په څمکنیو ولسوالۍ کې یو ماشوم د سیلاب اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

یاده دې وي، چې له دې وړاندې هم په پروان ولایت کې دوه تنه اوبو ډوب کړي او مړه شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version