بهرنیو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي چې د ياد وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي د چین ولسي جمهوریت د سفیر مرستیال باؤ ژو هوی سره کتلي.

خبرپاڼه زياتوي چې په دې کتنه کې د افغانستان او چین په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، او فرهنگي همکاریو او وروستیو سیمه يیزو پرمختگونو خبرې شوې دي.

خبرپاڼه زياتوي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ‏له افغانستان سره د چین د مرستو له مننې سربېره د افغانستان او چین دوه اړخیزې اړیکې مهمې بللي او د پیاوړتیا هیله یې څرگنده کړې.

د خبرپانې پر بنسټ د چين سفير مرستيال باؤ ژو د چین او افغانستان د دوه اړخیزې همکارۍ او په بېلابېلو برخو کې پر پرمختگونو خبرې کړي، او زياته کړې یې ده چې هېواد یې غواړي چینايي سوداگر په افغانستان کې پانگونې ته تشویق کړي، له افغانستان سره خپلې اړیکو ټینگې وساتي، او همدارنګه ډاډ یې ورکړی چې چين به په نړیوال سټيج د اسلامي امارت ملاتړ ته دوام ورکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version