د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۱م څلور ورځنی نندارتون پایته ورسېد.
یو شمېرغرفه لرونکو چې، له بېلابېلو ولایتونو یې خپل محصولات په ۲۶۳ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي وو، د محصولاتو د پلور کچه قناعت بښونکې وبلله.
د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکو ویلي، کروندګر د هېوادوالو بنسټیزې اړتیاوې پوره کوي او په روان هجري – لمریز کال کې د کرنیزو محصولاتو کچه د هېوادوالو له اړتیاوو ۶۵ سلنه لوړه ده.
د یادونې وړ ده چې هېواد کې په لوړه کچه خلک پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي او له دغې لارې د خپلو لومړنیو اړتیاوو لګښتونه پوره کوي.