Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کانونو او پټروليم وزارت تېر کال مهمې‌ لاسته راوړنې او پرمختګونه لري
    افغانستان

    کانونو او پټروليم وزارت تېر کال مهمې‌ لاسته راوړنې او پرمختګونه لري

    صابر افغانصابر افغان21 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    کانونو او پټروليم وزارت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام په اړه په جوړ شوي خبري کنفرانس کې وويل: په ۲۸ ولایتونو کې د ۶۴۷ کاني ساحو سروې، د ۲۰۰۰، ۵۰۰۰، ۱۰۰۰۰، ۲۵۰۰۰ او ۵۰۰۰۰ په مقیاس د جیولوژیکي نقشو ډیجیټل کول او د کاري فرصتونو رامنځته کول په تېر کال کې د دغه وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.

    چارواکي وايي، له کورنیو پانګوالو سره د ۸۰ کوچنیو کانونو قراردادونه لاسلیک شوي او د ۱۰ کوچنیو کانونو قراردادونه هم لغوه شوي دي.

    د چارواکو په وینا، د کانونو وزارت دا مهال د شاوخوا ۱۰ میلیارد افغانیو په ارزښت د وړو کانونو ۱۶۷ فعال قراردادونه لري، چې له مخې یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

    چارواکي وايي، د تېر کال په اوږدو کې دغه وزارت د کانونو د پروسس ۵۲ جوازونه شرکتونو ته ورکړي دي.

    د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د قیمتي ډبرو د قانوني استخراج لپاره طرزالعملونه ترتیب شوي او په تېرو درېیو کلونو کې یې د قیمتي ډبرو د غیر قانوني استخراج او قاچاق مخه نیولې ده.

    چارواکي وايي، د تېر يوه کال په ترڅ کې په پنجشېر ولايت کې د زمرد کان شاوخوا ١٧٠٠ سيمې سروې او تثبيت شوي او د قانوني استخراج لپاره يې ٥٧٥ جوازونه صادر کړي، چې ١٥زره کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

    چارواکي زیاتوي، چې تېر کال د څه باندې ۵،۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۷۸ زره قیراط زمرد د داوطلبۍ له لارې پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو پلورل شوي دي.

    د چارواكو په وينا، په تېر يوه كال كې په هرات، تخار، غور، پروان، كابل، بغلان، فارياب او ننګرهار ولايتونو كې د ۱۳ لويو كانونو د استخراج تړونونه لاسليك شوي، چې زرګونو كسانو ته يې د كار زمينه برابره كړې ده.

    د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په غور، بدخشان، پنجشیر، کندهار، غزني، لوګر، جوزجان، کندز او فاریاب ولایتونو کې ۱۲ مهمې پروژې تر کار لاندې دي او په غور، بادغیس او میدان وردګو، هرات، پروان، بامیان، کاپیسا او ننګرهار ولایتونه کې د یو شمېر نورو مهمو پروژو د پیل لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.

    د چارواکو د معلوماتو له مخې، د فارياب ولايت په اندخوى ولسوالۍ کې د ۱۴ کيلومتره مربع د مالګې کان د ۲۴ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د ۱۵ کلونو لپاره او دغه راز په تخار ولايت کې د مالګې د کان قرارداد د ۵۰۰ ميليونو افغانیو په ارزښت له کورنیو شرکتونو سره لاسليک شوي دي.

    د چارواکو په خبره، د قشقري، انګوت او آق دریا له ٢١ ساحو څخه د نفتي موادو د استخراج پروسه روانه ده، چې هره ورځ له دغو ساحو څخه شاوخوا ١٣٠٠ ټنه خام تېل استخراجېږي، چې له امله یې ۳ زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

    دغه راز دغه وزارت د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې د ګازو د زیرمو د پراختیا په موخه د ۳۳ او ۳۵ نمبر څاګانو د کیندلو تړون هم له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړی دی.

    د کانونو قانون، د هایدرو کاربنونو قانون او د ټاپي پروژې د استملاک قانون د بیاکتنې او تصویب لپاره ذیصلاح مراجعو ته استول شوي دي.

    همدا راز د ۴۱ طرزالعملونو په ترتیبولو کار روان دی، چې له دې جملې څخه ۱۵ طرزالعملونه ترتیب شوي، ۴ طرزالعملونه تر کار لاندې دي او پاتې ۲۲ طرزالعملونه په پلان کې دي.

    چارواکي وايي، تېر کال دغه وزارت د چارو د لا ښه تنظیم او پرمختګ په موخه له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د همکارۍ ۸ تړونونه لاسلیک کړي دي.

    د معلوماتو پر بنسټ، د کانونو سروې کول او د پانګونې د جلبولو لپاره د زمینې برابرول، د کوچنیو او لویو کانونو لپاره داوطلبي، د تقنیني اسنادو نهايي کول، په هېواد کې د سترو ملي او زیربنایي پروژو د تطبیق لپاره د اړینو فرصتونو برابرول او د سیستمونو پراختیا د یاد وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

    مخکینۍ مقالهسویس کې د افغانستان شتمتۍ ۳۳۷ ميليونه ډالره ګټه کړې
    راتلونکي مقاله اروپايي ټولنه د اوکراین د بیارغونې لپاره ۳۹ میلیارد ډالره پور ورکوي

    مربوطه لیکنې

    د هلمند نهرالسراج کانال د لومړي لاټ د رغولو پروژه پرانیستل شوه

    30 جون 2025

    د سرپرست حکومت یوه پلاوي د اوسپنې‌ پټلۍ مسیر د ټاکلو په موخه د هېواد شمالي او جنوبي ولایتونو ته سفر کړی

    30 جون 2025

    مالیې وزارت: تېره میاشت د هېواد له ګمرکونو ۱۵۶ ټانکره بې کیفیته نفتي توکي مسترد شوي

    30 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 30 جون 2025

    د هلمند نهرالسراج کانال د لومړي لاټ د رغولو پروژه پرانیستل شوه

    د سرپرست حکومت یوه پلاوي د اوسپنې‌ پټلۍ مسیر د ټاکلو په موخه د هېواد شمالي او جنوبي ولایتونو ته سفر کړی

    30 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان د پوځ پر مرکزي کمپ بريد کې له لسو ډېرو پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    30 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د هلمند نهرالسراج کانال د لومړي لاټ د رغولو پروژه پرانیستل شوه

    30 جون 2025

    د سرپرست حکومت یوه پلاوي د اوسپنې‌ پټلۍ مسیر د ټاکلو په موخه د هېواد شمالي او جنوبي ولایتونو ته سفر کړی

    30 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان د پوځ پر مرکزي کمپ بريد کې له لسو ډېرو پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    30 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،973 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،909 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،901 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.