په کندوز کې د سپین زر دولتي شرکت مسوولین وايي، چې اوسمهال د یاد شرکت ټولو تولیدي برخو په فعالیت پیل کړی دی.
د سپين زر شرکت د اداري چارو امر عبدالبصیر مقصود وايي، نه یوازې دا چې له کروندګرو د پنبې پېرولو په برخه کې فعالیت کوي، بلکې په دغه دولتي شرکت کې پنبه په معیاري بڼه پروسس کېږي او تر هغه وروسته بیا د تیکو د تولید لپاره نساجي فابریکو ته لېږل کېږي.
د ياد شرکت مسوولین وايي که امکانات ورته برابر شي، نو په ورځنۍ توګه د ۳۰ ټنه غوړیو او ۱۰۰ زره چکۍ صابون د تولید ظرفیت لري.
د کندوز سپین زر شرکت اوس د پنبې پروسس ترڅنګ غوړي، کنجاړه، صابون او کاغذي دسمالونه هم تولیدوي، چې راتلونکی کال به یې څلور نورې تولیدي کارخونې هم فعاله شي.
د دغه شرکت له بیا ځلې فعالېدو سره نه یوازې داچې د خپلو تولیداتو له اړخه یې تر یوه بریده د هېواد اړتیا پوره کړې، بلکې شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.