Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ځانګړو ځواکونو د باميانو او کابل بريدونو کې لاس لرونکي د داعش ډلې مهم غړي نيولي
    افغانستان

    ځانګړو ځواکونو د باميانو او کابل بريدونو کې لاس لرونکي د داعش ډلې مهم غړي نيولي

    عمران آغاعمران آغا30 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اسلامي امارت مرکزي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد په يوه خپره کړې اعلاميه کې وايي چې ځانګړو ځواکونو په کابل او ننګرهار کې په جلا جلا عملياتو کې د فتنه ګرو د هغه ګروپ مهم غړي نیولي چې کابل کې یې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو او په بامیانوکې یې پر خارجي سیلانیانو برید کې د لاس لرلو سربېره يو شمېر نور بريدونه هم کړي وو.

    ښاغلی مجاهد زياتوي چې د دې برید د طراح او تنظیموونکي له پټنځای څخه یو کس تاجکستانی تبعه هم نیولی شوی چې غوښتل یې ځان وژونکی برید ترسره کړي.

    د ښاغلي مجاهد پر خبره له پټنځای څخه یو انفجاري واسکټ، دوه میله وسله او مهمات هم ځانګړو ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

    اعلاميه زياتوي چې په تحقیقاتو کې معلومه شوې چې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو بریدګر د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلی وو.

    همدارنګه ښاغلی مجاهد وايي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د ځانګړو ځواکونو د بېلابېلو عملياتو په پايله کې نيول شوي داعشيان ډېری یې د پاکستان د بلوچستان په مستونګ سيمه کې روزل شوي، او همدا راز افغانستان کې له ځپلو وروسته هم يادې سيمې ته تښتېدلي دي.

    مخکینۍ مقالهترکمنستاني لوري سره د نورالجهاد سب‌سټېشن د پراختیا په اړه خبرې شوي
    راتلونکي مقاله کندوز کې د سپین زر شرکت ټولو تولیدي برخو په فعالیت پیل کړی

    مربوطه لیکنې

    مولوي محمد يعقوب مجاهد نړيوال امنيتي کنفرانس کې د ګډون په موخه مسکو ته رسېدلی

    26 مې 2026

    افغان او قطري چارواکو پر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړي

    25 مې 2026

    ‏د پاکستاني رژیم له بندخونو څخه نږدې ۴۰۰ افغان کډوال ازاد شول

    25 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 26 مې 2026

    روسیه: امریکا دې خپل ډیپلوماټان او وګړي له کییف څخه وباسي

    ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف له خپل…

    د ایران يو لوړ پوړی پلاوی قطر ته تللی

    26 مې 2026

    مولوي محمد يعقوب مجاهد نړيوال امنيتي کنفرانس کې د ګډون په موخه مسکو ته رسېدلی

    26 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    روسیه: امریکا دې خپل ډیپلوماټان او وګړي له کییف څخه وباسي

    26 مې 2026

    د ایران يو لوړ پوړی پلاوی قطر ته تللی

    26 مې 2026

    مولوي محمد يعقوب مجاهد نړيوال امنيتي کنفرانس کې د ګډون په موخه مسکو ته رسېدلی

    26 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،100 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.