د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د دې ولایت امنیتي سرتیرو ۵ تنه د نشه یي توکو د پېر او پلور په تور نیولي دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه پنځه تنه د کندوز ولایت د پنځمې حوزې اړوند د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې نیول شوي دي، چې دا مهال ترې پلټنې روانې دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې ده: ” له یادو نیول شویو مظنونیو سره (۶) بوتله شراب، (۸) ګرامه تریاک او (۸) قرصه تابلیت کا K نیول شوي”.
نیول شوي کسان به دلومړنیو پلټنو تربشپړیدو وروسته اړوندو عدلي او قضایي ارګاننونو ته وسپارل شي.