تحلیل – لومړۍ برخه
لیکوال: خلیل رهنورد

مقدمه:
په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې چې د جنګ‌ سالارانو سهامي شرکت، یعنې جمهوريت وپرځېده، په افغانستان کې داسې یو نظام حاکم شو، چې جنګ‌ سالاران، جګړه خوښې څېرې، خیالي جنرالان او مفسدې ډلې هیڅ ځای نه پکې لري، نه هم دغه څېرو او ډلو وکولای شوای چې یو سوچه اسلامي حکومت ته غاړه کېږدي، د شریعت او عدالت تر واک لاندې د ارام ژوند وکړي او مسلمان افغان ولس ته د جګړې ارمغان رانه وړي.

د ۱۴۰۰ هـ ل کال، د سنبلې پر نهمه، له دې وړاندې چې وروستی بهرنی یرغلګر کریس ډوناهو له افغانستانه وشړل شي، داخلي اجیرانو، خیالي جنرالانو، زړو جنګ‌ سالارانو، مفسدینو او هغه افرادو د کابل هوايي ډګر له لارې پښې سپکې کړې، چې د دې مظلوم ملت د بې ګناه وګړو په وینو یې لاسونه سره وو، د دوی له ډلې یې ځینې د واک د بقا لپاره پنجشیر او د هندوکش غرونو ته هم وختل، خو له لږ مقاومت وروسته یې ډېری ووژل شول یا یې له هغه ځایه هم پښې سپکې کړې.

په ۱۴۰۰ کال کې د دغه جګړه خوښو څېرو، خاینینو، جنګ‌ سالارانو او یو شمېر پخوانیو نظامیانو ډلې ډلې د سیمې هېوادونو، امریکا، کاناډا، انګلستان، اروپا او ځینو نورو هېوادونو ته وتښتېدل، دوی وېره لرل چې د خپلو کړیو جرمونو له کبله به یې هیڅکله عام ولسي وګړي پر ارامه پرېنږدي، دوی لا له دغه ویرې نه وو خلاص شوي، چې تر مقاومت، آزادۍ او نورو تېر ایستونکو نومونو لاندې، د بهرنیو استخباراتي سازمانونو په مالي تمویل جوړو شویو ډلو یې د جذب او استفاده کولو لپاره هڅې پیل کړې.

په دې لړۍ کې، د بهرنیو استخباراتو یوه تمویلېدونکې ډله چې د آزادۍ تر رنګین نامه لاندې، ننګین او شوم اهداف پالي، د پخوانیو نظامیانو توجه یې ځانته جلب کړې وه. دا ډله د یو پخواني خیالي جنرال یاسین ضیاء په مشرۍ رامنځته شوې، د سیاسي او نظامي مبارزې ادعا لري، خو سیاسي فعالیتونه یې له هېواد بهر او نظامي فعالیتونه یې په نورو هېوادونو کې تر خپل منځي حذف، هدفي وژنو او ترور پورې محدود دي.

یاسین ضیاء څوک دی؟
یاسین ضیاء د کابل ولایت، د شکردرې ولسوالۍ په یوه تاجکه کورنۍ کې زېږېدلی دی، دا مهال له هېواد بهر اوسېږي، ډېری وخت په لندن کې وي، ځکه د انګلستان له استخباراتي سازمان سره نږدې اړیکې لري؛ د داخلي جګړو پر مهال له جمعیت ګوند سره یو ځای و او د دغه ګوند په ګټه یې فعالیتونه کول، د امریکايي اشغال پر مهال یې په کابل کې نظامي زده کړې وکړې، په ملي امنیت ریاست کې لومړی د ترهګرۍ(!) ضد ریاست رئیس او بیا د ملي امنیت ریاست عمومي مرستیال وټاکل شو، له هغه وروسته د تخار د والي په توګه وګمارل شو.

ضیاء چې کله د تخار له ولایت څخه استعفاء ورکړه، نو له هغه وروسته د ملي امنیت شورا د مرستیالۍ پر هغه تشریفاتي بست وټاکل شو چې هیڅ راز واکونه یې نه درلودل، خو تنها یې له برید جنرالۍ څخه ډګر جنرالۍ ته رتبه لوړه شوه. ویس برمک څه موده وړاندې په یو مرکه کې په یاسین ضیا تور پورې کړی و، چې نوموړي د امنیت شورا د مرستیالۍ پر مهال ټوله ورځ د چاپلوسۍ لپاره(اشرف غني ته) چغلي، شیطانت او منافقت کاوه او تر شا یې سبوتاژ کاوه. ضیاء له یاد خیالي موقف وروسته د دفاع وزارت اول مرستیال وټاکل شو او بیا له هغه وروسته د پوځ د لوی درستیز په توګه وګمارل شو.

په پرځېدلي جمهوریت کې د یاسین ضیاء یاد ټول لوړ موقفونه، ډګر جنرالي او امتیازات د هغه د وړتیا پر بنسټ نه وو، بلکې د انګلستان د استخباراتي سازمان (MI6) ته د مسلسلې جاسوسۍ او استخباراتي تړاو له برکته وو، ترڅو په ملي امنیت، امنیت شورا، دفاع وزارت او نورو مهمو امنیتي برخو کې د دغه هېواد استخباراتي سازمان ته اول لاس اطلاعات ورکړي. دغه اطلاعاتو خپل خاص ارزښت درلوده، ځکه د جنرالۍ په کچه اجینټ د هېواد لومړۍ درجه چارواکو ته هم لاس رسی درلوده او اشد محرم اطلاعات یې ترلاسه کول.

یاسین ضیاء د جګړې په ډګر کې هم له دې امله شهرت موندلی و چې د جګړې په کرښو کې یې د عسکرو او پوځیانو له هر بشر ضد جنایت او برید څخه ملاتړ کاوه، د ملکي وګړو په ناقانونه نیونو، شکنجو او اختطافونو کې ښکېل و او له داسې قومندانانو او شخصي وسلوالو یې ملاتړ کاوه، چې په بشر ضد جنایاتو کې دخیل وو. دا ملاتړ، ناقانونه کړنې او جنګي جنایتونه د نوموړي د واک غځونې او شهرت لارې وې، چې په پراخه کچه یې استفاده ترې کول.

د پرځېدلي جمهوریت د نورو ګڼ شمېر قومندانانو او مسؤلانو په څېر، یاسین ضیاء هم د بشري حقونو د نړیوالو دعوه دارانو له خوا محکمې ته وړاندې نه شو، بلکې داسې ښکاري چې له نوي افغان حکومت سره یې د مخالفت د نقاب په اغوستو د بشري حقونو دعوه داران تېر ایستلي او ځان ته یې یو ډول برأت ورکړی. مهمه ده چې د دغسې امنیتي مسؤلانو د بشر ضد جنایاتو په اړه دقیقې څېړنې وشي او محاکمه شي.

نوموړی د نورو تښتېدلو مسؤلانو په څېر دا مهال له هېواد بهر ارام ژوند کوي، خو بهر مېشتي او په داخل کې مېشت پخواني نظامیان بیا هڅوي چې د افغان حکومت په وړاندې ودرېږي او وسلوال مخالفت وکړي، پداسي حال کې چې پخپله د جګړې د ډګر په وړاندې یو ګام هم نه اخلي، بلکې یوازې د بهرنیو استخباراتو په لارښوونه د مخالفتونو پیدا کولو ته کار کوي، چې تر دې مهاله یې هیڅ بارز فعالیتونه نه دي ترسره کړي.

د وسلوال مقاومت ادعاوې او نظامي ظرفیت:
آزداۍ(!) جبهې په بېلابېلو وختونو کې، په افغانستان کې امنیتي ځواکونو ته د تلفاتو اړولو او عملي حضور ګڼې ادعاوې کړې دي، چې هندوکش‌غږ یې په بیلابېلو وختونو کې په اړه واقعیتونه روښانه کړي دي. د بیا کتنې په ډول به ووایو چې دغه ډله د ولسي وګړو په منځ کې د لاسي بمونو د چاودنو سابقه او ظرفیت لري. خو دغه ډله چې د مخالفت له امله د کوم «مقاومت» ادعا کوي، دا اصطلاح په سیاسي تیورۍ کې خورا ژور مفهوم لري، داسې مفهوم چې دغه ډله لا هم نه ده ورته رسېدلې.

په سیاسي تیورۍ کې «مقاومت» د عامو خلکو په وړاندې جنګېدو ته نه وايي، بلکې هغه منظم عمل ته ویل کېږي چې د قدرت د بدلون وړتیا رامنځته کړي، اصلي مخالف ته زیان ورسوي، د ټولنیز بسیج بنسټ ولري، د مقاومت غړي د وسلوال جنګ په صحنه کې حضور ولري او د بدیل مشروع او داسې نظام طرحه وړاندې کړي، د کوم چې افغانانو هیله لرل.

که یوه ډله دا معیارونه پوره نه کړي، نو د هغې ډلې فعالیتونو ته د «وسلوال مقاومت» پر ځای د سمبولیک یا اعلامي سیاست اصطلاح کارول کېږي. د آزادۍ(!) جبهه د همدې دویمې کټګورۍ ځانګړنې لري، یعنې داسې مخالفه ډله ده چې سیاسي اعلامیې خپروي، د حضوري مخالفت پر ځای په آنلاین ډول سیمې تر کنټرول(!) لاندې راولي، تګلاره او راتلونکې یې مبهمه او تاریکه ده، ځینې وخت عام خلک هدف ګرځوي او څرګندونې یې د قدرت د معادلې پر بدلولو هیڅ اغېز نه لري.

آزادۍ(!) جبهې په خپلو اعلامیو کې د مبارزې ادعا کړې ده، خو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې دغه ډلې یوازې د ګوتو په شمار څو بریدونه د ولسي وګړو په منځ کې کړي دي یا یې د ورته بریدونو هڅې کړې دي؛ دغه ډلې په بغلان ولایت کې یو معتاد د څو افغانیو د ورکړې په بدل کې تېر ایستلی و، څو د ولسي خلکو پر منځ کې لاسي بم وغورځوي، خو له وړاندې یې مخنیوی وشو، همدا راز په بلخ کې د ورته پیښې شاهدان وو، چې د دغه ډلې یو غړي د ولسي غریب کارو خلکو په منځ کې لاسي بم ته چاودنه ورکړې وه، چې د هغه په شمول یې ځینو عامو خلکو ته مرګ ژوبله واړول.

د ولسي وګړو په منځ کې له چاودنو پرته، د دغه ډلې له خوا په افغانستان کې دننه د منظم، دوامداره او ستراتیژیک نظامي فعالیت نښې نه دي لیدل شوي. دغه ډله نه د جغرافیایي نفوذ مشخصه ساحه لري، نه منظم تشکیلاتي تسلسل او نه هم داسې عملیات چې واقعاً ځان ثابت کړي. نو په معاصر امنیتي تحلیل کې، دې حالت ته د اعلامي/ مطبوعاتي مقاومت اصطلاح کارولی شو، نه د یوې باظرفیته نظامي ډلې.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version