د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حق شناس وايي، چې د پرون ورځې له سهار څخه تر دا مهاله د واورې تېز اورښت له توپان سره مل جریان لري، چې له امله یې د سالنګونو لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د نوموړي په خبره د یادې لویې لارې په بېلابېلو برخو کې د واورې ضخامت توپیر لري، چې په شمالي سالنګ کې د واورې ضخامت تر ۴ مترو او ۶۰ سانتي‌مترو پورې او په جنوبي سالنګ کې تر ۲ مترو او ۶۸ سانتي‌مترو پورې رسېږي.

د ښاغلي حق شناس په خبره، پر سالنګونو سربېره په باميان، دايکندي او غزني ولايتونو کې هم د سختې واورې اورېدو له امله د ګڼو ولسواليو لارې له مرکز سره تړل شوې دي.

ياد وزارت ډاډ ورکړی، چې د کافي ماشينري او امکاناتو په درلودلو سره هڅه کوي، چې هر څو ژر يادې لارې له واورو پاکې او د تګ راتګ پر مخ پرانيستل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version