د امریکا هوایي ځواک د «مینوټمن-۳» په نوم قاره‌ ویشتونکی بالسټیک توغندی چې د اټومي سر ګلولې د لېږد وړتیا لري، ازمایلی.

د راپورونو له مخې، یاده ازموینه د کالیفورنیا ایالت په «وندنبرګ» نظامي اډه کې ترسره شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه اوونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اټومي ازموینو د بیا پیلولو نیت څرګند کړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version