مؤسسة السحاب د القاعدې شبکې برصغير څانګې نشراتي ادرس د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه په کلکه غندلي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې پاکستان دا بریدونه د امریکا په لارښوونه ترسره کوي، خو دوی به په هر ډګر کې د افغان حکومت ملاتړ او دفاع ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې افغان حکومت په اوسني وخت کې یواځينی شرعي نظام دی، چې د نړۍ مظلومو مسلمانانو هیلې ورپورې تړلې دي او د همدې امله يې نړیوال قدرتونه په رسمیت نه پېژني او هڅه کوي چې د خپلو لاسپوڅو او سازمانونو له لارې یې منزوي او کمزوری کړي.

د اعلامیې په پای کې د پاکستان پر ولس، پوځیانو او پیلوټانو غږ شوی چې د خپلو بې‌ دینه مشرانو امرونه ونه مني، بلکې پر ضد یې راپورته شي؛ ځکه دغو مشرانو له کلونو راهیسې د هېواد شتمنۍ لوټ او اټومي پروګرام يې امریکایانو او یهوديانو ته تسلیم کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version