کله چې امريکايانو پر افغانستان یرغل پیلاوه، د شمالي ټلوالې مشرانو او قوماندانانو ته يې پیسې ورکړې او هغوی د امریکا د ځمکني پوځ په توګه په جګړه کې برخه واخیسته؛ د «بن» ننګینې ناستې پرېکړه کړې وه، چې هېڅ پوځي ځواک به كابل ته نه ننوځي؛ خو کله چې طالبان له کابل څخه ووتل، شمالي ټلواله کابل ته ننوتل، له کولاب او خواجه بهاء الدین څخه یې خپل خیالي دولت بېرته کابل ته راووړ او له رهبره تر عسکره ټول دولتي بستونه یې تنها په خپلو جنګیالیو ډک کړل.
د «بن» د پرېکړو له مخې د افغانستان لنډ مهاله اداره جوړه شوه، تش په نامه مشر يې حامد کرزی و، خو واک عملاً د شمالي ټلوالې، جمعيت ګوند او نظار شوری په لاس کې و؛ هغه اداره چې له سل – دوه سوه کسانو څخه جوړه وه او له دیرش میلیونه زیات نفوس ته د ګډون حق نه ورکول کېده، همدا سل – دوه سوه تنه وو، چې مرستیالان کېدل، وزيران، مشاورين، واليان او سفيران کېدل او له ټولو ناکامیو سره، سره بیا، بیا ټاکل کېدل او د دې ولس په سرنوشت یې لوبې کولې، داسې یوه اداره یې جوړه کړې وه، چې په ټوله نړۍ کې یې د دوهمې فاسدې ادارې نوم ترلاسه کړ او افغانستان يې له يوې تاريخي بدنامۍ سره مخامخ کړ.
دا د پوښتنې وړ ده چې ولې ځینې خلک قصداً دوی د اساسي حقونو او انساني ارزښتونو مدافعین معرفي کوي!؟ دوی تجربه شوي دي، د دوی د واک او عروج په دوره کې هغه څه وشول، چې خلک یې په یادولو د شرم او عار احساس کوي. د پخوانیو مجاهدینو اولادونه د ولس په وژنه میلیونران شول، د ځمکو غصب تر ټولو لوړ حد ته ورسېده، د هېواد معدنونه له شخصي آدرسونو پلورل کېدل، هر ولایت خپل امپراتور درلود او هېوادوال له نا امنۍ ځورېدل. په داسې حالاتو کې افغانستان بنسټیزو تحولاتو ته اړتیا درلوده، له سولې او جوړجاړي څخه وتلي خلک پر هېواد واکمن وو، هماغه و چې پر هېواد یو ستر تحول راغلی، د ولس قاتلين، غله او جنګ سالاران له هېواد څخه وتښتېدل، وروسته له څه وخت تېرېدو بیا په بهر کې د خپل شر د سړولو په پار، څو ځله سره ټول او خواره شول، خو متحد نه شول.
دا چې دوی سره يو کېدلای نه شي او په یوه دسترخوان سره ټولېدلای نه شي، ډېر دلایل شتون لري؛ اصلاً د دوی ترمنځ داسې اساسي او مشترکه نکته شتون نه لري، چې دوی پرې ور ټول شي. خپلمنځي اختلافات، قومي، سمتي، ژبني او نور تعصبات، مافیايي ذهنیتونه، شخصي رقابتونه، د قدرت د انحصار هڅې او د پردیو د اجنډاوو پر مخ وړل یې د جلا کېدو او وېشل کېدو د برجسته عواملو په توګه یادولی شو.
دغه ډله خلک د جمهوریت په شل کلنه توره دوره کې، د بېلابېلو بهرنیو هېوادونو له لوري وپلورل شول، هر یوه ځانته د یوه یا څو هېوادونو د ګټو لپاره کار کاوه/ کوي، څوک د سیمې او څوک بیا د نړۍ د نورو هېوادونو پردۍ اجنډاوې مخ ته وړي.
د وسلوال مقاومت په نوم جوړې شوې بهر مېشتې ډلې چې د بېلابېلو نظریاتو او ګټو پر بنسټ د فعالیت ادعاوې لري، خپله یو معضله ده، له همدې امله دوی خپله هېڅکله د افغانستان د معضلاتو حل نشي کېدلی؛ د افغانستان د معضلاتو حل د داسې چارواکو او حکومت په توسط ممکن دی، چې پاک، مشروع او د خلکو له بطنه ټوکېدلی وي، د اسلام او هېواد ټولو ارزښتونو ته ژمنتیا ولري او د مرکزي نظام د جوړولو ترڅنګ د افغانستان جوړولو په نیت واکمني وکړي، نه داسې اشوبګرې، پردي پالې او شر خوښې ډلې، چې له بهرنیو هېوادونو د افغانستان د معضلاتو د حل په نوم ناکامې هڅې کوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.