شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp له خیبر پښتونخوا د هندوکشغږ ځایي سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو د خيبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ د سالارزو سیمې په تنګي کلي کې د يوه هدفي برید په ترڅ کې د پاکستاني پوځ غړی او جاسوس په هلاکت رسولی.پاکستاني حکومت او امنیتي ادارو یې د دې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.د یادونې وړ ده، چې پاکستاني طالبانو په وار-وار د پاکستان د ټولو امنیتي ادارو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی چې که خپلې دندې پرېنږدې دوی به یې له هرې ممکنه لارې هدف وګرځوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي: هیڅوک دا حق نه لري، چې موږ ته ووایي چې څه شی ولرو او څه شی نه8 فبروري 2026
پاکستانۍ خبرياله غريده فاروقي: حکومت له چاودنې وروسته ډېر ژر د ځانمرګي بریدګر اړوند معلومات راټول کړل، دا معلومات ولې له برید څخه مخکې ترلاسه نه شول؟6 فبروري 2026