د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې ویاند ابو عبیده په تازه څرګندونو کې ویلي چې، اسلامي امت به هېڅکله په پښو ونه درېږي او نه به یې تر هغې کوم حیثیت وي، ترڅو چې دا مبارکه ځمکه (د فلسطین خاوره) د اشغالګرو له ناپاکۍ څخه پاکه نه‌شي.

نوموړي د غزې د مظلومو خلکو ستونزو او وروستیو ننګونو ته په اشارې د نړۍ مسلمانانو ته په خطاب کې ویلي: «مسلمان ولس ستاسو د سترګو پر وړاندې له لوږې او د جبري کډوالۍ له ګواښ سره مخامخ دی.»

ابو عبیده د خبرو پر دوام، په سوریه او لبنان کې د صهیونیستي رژیم وروستیو حرکاتو ته په اشارې د نړۍ مسلمانانو ته ویلي: «مخکې تر دې چې د ظالمانو لاسونه ستاسو تر کورونو در ورسي تاسې د خپل عزت د ساتنې لپاره څه کړي دي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version