د هرات امنیتي کنفرانس پر مهال د بهر مېشتو ډلو ټپلو ترمنځ د ګڼو اختلافي مواردو ترڅنګ، یو مورد د پرځېدلي جمهوریت په غونډو او ناستو کې غږېدونکی سرود و، چې د ځینو خلکو په منځ کې یې د ملي سرود په نوم هم شهرت موندلی. دا سرود لا هم له هېواده بهر په ځینو ناستو او غونډو کې غږول کېږي، چې هم ملاتړي او هم مخالفین لري، خو د نورو غونډو په خلاف د هرات په امنیتي کنفرانس کې هم دا سرود ونه غږول شو او د ګڼو بهر مېشتو افرادو او سرود د پلویانو توند غبرګونونه یې راپورته کړل.
تازه د هرات امنیتي کنفرانس یو تنظیموونکي او د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت په نوم د یوه بنسټ مشر داوود مرادیان له یوې رسنۍ سره په دغه کنفرانس کې د سرود د نه غږولو په اړه وضاحت کې ویلي، چې سرود خو څه چای نه دی چې هر ځای پرې تنده ماته کړو، موږ نه پرې پوهېدو؛ ځکه مو ونه غږاوه. د نوموړي دا وضاحت هم د سرود د پلویانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی او د خپل وضاحت او کړنې له امله یې د هغه توهین کړی دی.
د مرادیان په وینا، له څنګه چې تر دې وړاندې تاجکستان د دغه سرود د غږولو اجازه نه وه ورکړې، دا ځل بل کوربه هېواد (هسپانیا) هم د دغه سرود له غږولو سره موافقه نه وه کړې، نو ځکه دوی یې پر ځای د وهاب مددي سندره وغږول. بل خوا د یاد سرود پلویانو بیا د مرادیان څرګندونو ته توند غبرګونونه ښودلي، هغه یې پر تعصب، بې باکانه څرګندونو، دروغو، جهالت، بې باکۍ، توهین او بې سوادۍ تورن کړی دی. په ټولنیزو رسنیو کې د سرود پلویانو دغه راز تور پورې کړی چې د هرات امنیتي کنفرانس یوه پردۍ پروژه وه، چې د افغانانو ترمنځ د نفاق، بدبینۍ او کرکې اچولو په موخه جوړه شوې وه او د سرود نه غږول یې ښکاره ثبوت دی.
د جمهوریت پر مهال رامنځ ته شوی سرود، چې هغه مهال رابلل شوې فرمایشي جرګې د نورو مواردو ترڅنګ تایید کړی و، تېرې دوه لسیزې یې یو شمېر پلویان او مخالفین دواړه درلودل، د پرځېدلي جمهوریت پر مهال یې هم په افغانستان کې د ننه او هم بیرون د پلویانو او مخالفینو ترمنځ اخ و ډب روان و او دا چاره د هغه وخت حکومتي او دولتي سیستم ته هم ننوتلې وه او د غږولو او نه غږولو پر سر یې آن فزیکي شخړې هم شوې وې.
مرادیان په خپله مرکه کې همدا راز ویلي، چې ملي سرود باید په فارسي ژبه واوسي، ځکه پښتو ګډه ژبه نه ده. نوموړي په خپله مرکه کې دې ته ورته نوري تعصبي څرګندونې هم کړې دي، چې له امله یې د نورو پخوانیو چارواکو په شمول، د عامو افغانانو توند غبرګونونه را پارولي دي، په ځانګړې توګه د پښتو ژبې په وړاندې د نوموړي تعصبي څرګندونې د ټولنیزو رسنیو د کارونکو ترمنځ ګرمه موضوع ګرځېدلې ده.
د سرود مسئله اوس هم له هېواده بهر د دواړو اړخونو ترمنځ د اخ و ډب په یوې مهمې مسئلې اوښتې، چې پلویان یې په هر ډول ناستو او غونډو کې غږوي او له نورو یې هم د غږولو تمه لري، خو مخالفین یې بیا په خپلو ناستو او غونډو کې له غږولو انکار کوي او پر ځای یې د کورنیو جګړو پر مهال قومي او ګوندي سندرې او نور سرودونه غږوي او له همدې کبله یې شته درزونه لا پسې پراخېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.