د ټولګټو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني په کابل کې د ازبکستان له سفیر ایبک عثمانوف سره کتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د حیرتان ــ مزارشریف د اوسپنیزې کرښې د رغولو، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد او د بلخ ــ هرات د اوسپنیزې کرښې د مطالعاتو په اړه بحثونه شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان تر منځ د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او اوسپنې پټلۍ د رغولو او معیاري کولو په برخه کې پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار کړی.