
د پاکستاني طالبانو له څو ډلو جوړ «اتحاد المجاهدین پاکستان» سازمان وایي، وسلهوالو یې ګلګېت-بلتستان کې پر پاکستاني عسکرو برید ترسره کړی، ۴ تنه یې هلاک کړي او مالي زیان یې هم ور اړولی دی.
د یاد سازمان د خبر پاڼې له مخې، برید تېره شپه ۱۲:۳۰ بجې د ګلګېت-بلتستان دیامیر ولسوالۍ په داریل سیمه کې ترسره شوی.
اتحادالمحاهدین پاکستان ویلي، وسلهوال یې تر عملیاتو وروسته په خوندي ډول خپلو مرکزونو ته ستانه شوي دي.

