د احصایې او معلوماتو ملي اداره د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روان ۱۴۰۳ کال په لیندۍ میاشت کې د ټول هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت ۷۳ وېش څانګو له لارې ۱۵۰ زره او ۳۰۰ کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي دي

‏د یادې ادارې په وینا، د روان کال په لیندۍ میاشت کې د وېشل شویو تذکرو تر ټولو ډېرې په کابل ولایت کې ۵۴ زره او ۱۱۸، په کندهار کې ۱۱ زره او ۷۹۳، په بلخ کې ۶ زره او ۹۸۱، بغلان کې ۶ زره او ۸۱۶ او هلمند ولایت کې ۶ زره او ۳۸۱ الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version