د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس، علي الله سروري د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ له وزیر، سره لیدنه کې ویلي، چې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په پلازمېنې کابل کې یې په ازمایښتي ډول د ۷۴ انټنونو ظرفیت 5G ته لوړ کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د زېربنا له چمتو کولو او له ازمایښتي دورې وروسته به یې د هېواد په نورو برخو کې هم تطبیق کړي.
د ښاغلي سروري په وینا، شرکت یې د ۲۰۲۶م کال له پیل راهیسې ۴۶ سایټونه د خپلې انکشافي بودیجې له مخې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي او همداراز ۱۸۶ نور یې تر کار لاندې دي.
په ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت وزیر، مولوي حمدالله نعماني ویلي چې د مخابراتي سکټور د لا ښه والي او ودې په موخه له مخابراتي شرکتونو سره په ګډه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
نوموړي په قانوني برخو کې یادو شرکتونو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.
