د سوریې دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د دمشق حکومت د اسرائیلو سره د اړیکو عادي کېدو او پراخولو (ابراهیمي) تړون سره د یوځای کېدو په اړه د امريکا له لوري وړانديز ته د رد ځواب ورکړی دی.

سرچینه وايي چې سوریې واشنګټن ته په خپل ځواب کې ويلي چې دا تړونونه د هغو هېوادونو ترمنځ شوي چې اسرائیل یې خاوره نه ده نیولې، خو سوریه لا هم د اسرائیل له خوا تر يرغل لاندې ده او په دې حالت کې به هېڅکله له دې تړون سره يوځای نه شي.

ياده دې وي چې ابراهيمي تړون د امريکا په منځګړیتوب د اسرائيلو متحده عربي اماراتو او بحرين هېوادونو ترمنځ په ۲۰۲۰ کال کې رامنځته شو، چې له مخې یې هڅه کېږي له سعودي عرب، کویټ‌، او نورو عربي هېوادونو سره د اسرائيلو سوداګريزې‌، سياسي او تجارتي اړيکې عادي شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version