شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp عربي رسنيو راپور ورکړی چې ټاکل شوې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن په سعودي عربستان کې د سوریې د انتقالي حکومت له مشر احمد الشرع سره وګوري. سرچينې وايي، دا کتنه به د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان په کوربه توب ترسره شي. د معلوماتو له مخې، ښاغلی الشرع به له ټرمپ سره د سوریې وضعيت او د امریکا له خوا پر سوریې د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو پر څرنګوالي بحث او خبرې وکړي.ياده دې وي، چې ټرمپ عربي هېوادونو ته د درې ورځني سفر په ترڅ کې سعودي عربستان ته رسېدلی.
د امريکا د کانګرس مخکښ سناتور برني سنډرز: څنګه امکان لري، چې موږ تل د جګړې لپاره پیسې او بودجه لرو؛ خو د روغتيا او ښوونې روزنې لپاره بيا نه وي30 اپریل 2026