د امریکا د کانګرس مخکښ سناتور برني سنډرز په خپله اېکسپاڼه د امریکا د وروستیو جګړو لګښتونه د ښوونې، روغتیا او کور جوړونې په برخو کې د بودیجې له کمښت سره پرتله کړي دي.
برني سنډرز په یوه ټویټ کې ليکلي، چې د عراق جګړې لګښت ۲.۱ ټریلیون ډالر، د افغانستان جګړې لګښت ۲.۳ ټریلیون ډالر او له ایران سره د جګړې اټکلي لګښت یو ټریلیون ډالر دی.
نوموړي ويلي «څنګه کېږي چې تل د جګړې لپاره پیسې او بودجه موجوده وي، خو هېڅکله د کور جوړونې، ښوونې او د کارګرې طبقې د نورو اړتیاوو لپاره بودجه نه وي؟ موږ باید د خپل هېواد لومړیتوبونه بدل کړو.»
